د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

sadam_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د (۱۵ قلمه بېلابېلو طبي وسایلو او ۶۳ قلمه درملو چې د وزارت اړتیا ده) د روان مالي کال لپاره د برابرولو او تدارک قرارداد د سلیم سلامت تجارتي شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (۶۹۳۵۵)دی او د کابل ښار د پينځلسمې ناحیې په پروان هوټل کې موقعیت لري، په ټولیزه بیه (۴۰۶,۹۶۷ (څلور سوه اووه زره نهه سوه اووه شپېته اووه افغانۍ ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي وګړي چې په دې برخه کې هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له نېټې څخه تر (۷)تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته، چې په واصل‌آباد، د جنگلک فابریکې شا ته موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پينځوسمې مادې له مخې وړاندې کړي.

دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر هغو چې پورته ذکر شوی مهلت پوره نه شي او قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

د داوطلبۍ اعلان!

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو کسانو ته بلنه ورکوي، چې په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې د وزارت د دفترونو لپاره د د اړتیا وړ موبل فرنیچر، کوټ بند او بوټ دانۍ د تدارک په . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۲۵
Background image

اعلان داوطلبی


وزارت امور مهاجرین و عودت‌کننده‌گان از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می‌نماید تا در پروسه داوطلبی تهیه و تدارک موبل فرنیچر، کود بند و بوت دانی برای دفاتر مورد ضرورت وزارت در سال مالی ۱ . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

د ۱۴۰۴ لمریز کال د فاضلابو تصفیې خونې د جوړولو د داوطلبۍ اعلان!

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د فاضلابو د تصفیې خونې د جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او اړونده شرطنامه د . . .

Back to tenders