د داوطلبۍ اعلان

sadam_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یادې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطنامې نقل د تدارکاتو د آمریت له لارې په فلش‌ډیسک او يا د ملي تدارکاتو د ریاست له ويب‌سايټ څخه په وړيا ډول تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي، چې خپلې آفرنامې د شرطنامې له شرایطو سره سم، د عقودو د قانون (بيع استصناع) مطابق په سربسته ډول د اعلان له نېټې څخه تر پنجشنبې، ۲۰/۹/۱۴۰۴ د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د تدارکاتو آمريت ته، چې په واصل‌آباد کې د جنګلک فابريکې شاته موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته او د انټرنېټ له لارې لېږل شوې آفرنامې نه منل کېږي.
د آفر تضمين د بانکي تضمین په ډول ۲۳,۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. د آفرگشايي غونډه به هم په همدې ورځ، یعنې پنجشنبه، ۲۰/۹/۱۴۰۴ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د وزارت په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د داوطلبۍ اعلان!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د روان ۱۴۰۴لمریز مالي کال  د وزارت د شنو ساحو لپاره د فلزي کټارو او کربستون د برابرولو د داوطلبۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲۶ کابل افغانستان واصل آباد عقب فابریکه جنکلک ناحیه هفتم
Background image

له ایران او پاکستان پرته په نورو ټولو بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغان مهاجرینو ته د بیت‌الله شریفې د فرضي حج د نوم‌لیکنې پروسې خبرتیا!

هغو افغان مهاجرینو ته، چې له ایران او پاکستان پرته په نورو بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي او د روان کال لپاره د بیت‌الله شریفې د فرضي حج په پروسه کې د نوم‌لیکنې غوښتونکي دي؛ خبر ورکول کېږي، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۳
Background image

اطلاعیه

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت موبل فرنیچر کود بند . . .

Back to tenders