د بېځايه شوو د دايمي مېشتېدو لپاره هوکړه ليک لاسليک شو

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۴:۴۸
___________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په کابل کې د داخلي بېځايه شوو د دايمې استوګنې لپاره د پلازمېنې زون پراختيايي ادارې سره هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دغه هوکړه ليک پر بنسټ دواړه لوري هڅه کوي چې د رهايشي بلاکونود جوړولو له لارې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو د کورنو ستونزه حل کړي.

د پلازمېنې زون پراختيايي اداره به د دې هوکړه ليک له مخې د پلازمېنې شاوخوا ښارګوټو دامکاناتو مطالعه، توپوګرافي سروې، دښارګوټو لپاره تفصيلي او اصلاحي پلانونو چمتوکول،دمناسبو استوګنځايونو ډيزان او جوړه ونه، د استوګنې ودانيو لپاره د ځمکې کارول، اړتياوو اوکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د هستوګنې د بلاکونو په سپارلو کې همکاري کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي، د پلازمېنې زون پراختيايي ادارې رئيس نجيب الله شينواری او د يادې ادارې عمومي رئيس د هوکړه ليک د لاسليکولو پرمهال د بشپړې همغږۍ او همکارۍ ژمنه وکړه.

سربېره پردې ښاغلي اخلاقي وويل: چې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د دايمي هستوګنې برابرول دهغه دپلانونو يو له اصلي موخوڅخه دي او عامه ګټور او پلان شوي دولتي خدمات بايد وکارول شي.

هغه کډوال چې په کابل کې په خېموکې ژوند کوي دوی ته د دايمي استوګنې زمينه برابرول زموږ دکاري لومړيتوبونوڅخه دي،چې د پلازمېنې زون پراختيايي ادارې سره  په ګډه کار وکړو ترڅو د ښار پلان شوې سيمې د عامه ګټو او پلان شوي دولتي خدماتو لپاره وکاروو.

اوسمهال لږ ترلږه ۸ زره کورنۍ د کابل په بېلابېلو سيموکې په خېمو کې ژوند کوي، د کډوالو د وزير په وينا دوی ته د دايمي استوګنې زمينه برابرول د دغه وزارت له اساسي پلانونو څخه دي.

Share

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

بېرته خبرونه ته