د امريکا دولت د کډوالۍ برخه ادارې د کډوالو چارو وزارت د پلانونو نه خپل ملاتړ اعلان کړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۳۰
فیسبوک

د امريکا د (PRM) دفتر مسؤلې ميرمن ايزو جکسون د ويډيو کنفرانس له لارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير نور الرحمن اخلاقي سره خبرې وکړې اوله هېواده بهر او په هېواد کې د داخلي بېځايه شوو خلکو په ګوته کولو او لاسرسي په برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د امريکا د کډوالۍ برخې لوړپوړي چارواکي د برنامو په پلي کولو کې دخپلې بشپړې همکارۍ اعلان وکړ، همدارنګه د داخلي بېځايه شوو تثبيت اوملاتړ،له سولې وروسته د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو مديرت لپاره چمتوالی او په پاکستان کې د افغانانو دشتون قانوني کول کوم چې د کډوالو وزير له خوا وړانديز شوي و.

ښاغلي اخلاقي د هېواد وضعيت حساس وګڼلو ويې ويل: په هېواد کې د سولې واقعيت او نه واقعيت د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د شمېر په زياتوالي اغېزه لري او کډوالو وزارت د دواړو سناريو لپاره پلان جوړ کړی دی، چې دملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له په همکارۍ به پلی شي.

اخلاقي د ولسمشرۍ ماڼۍ ۱۰۸ ګڼه فرمان پلي کېدو او مستحقو راستنېدونکو ته د ځمکې وېش په اړه پرمختګ ته هم اشار وکړه ويې ويل: يوازې د ځمکې وېش د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ستونزې نه شي راکمولی،ځکه اړمن دکورنو د جوړولو توان نه لري ښارونه ويجاړ پاتې کېږي او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو لپاره د مناسب کور جوړولو ودانيو ته بايد ډېره پاملرنه وشي. دواړو خواو د دقيقو احصائيو او معلوماتو پر اهميت ټيڼګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

له اروپايي ټولنې سره د پناه غوښتونکو دمرستيال خبرې؛په دې ناسته کې د کډوالۍ پر هر اړخيزې پالېسۍ خبرې وشوې

په هغه ناسته کې چې دغويي په ۱۵مه په انلاين ډول ترسره شوه، دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړد کډوالۍ هراړخيزې پالېسۍ CMP اود دې کاري پلان کې ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د پشه يي ځوانانو ټولنې غړو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال سره ليدنه وکړه

د پشه يي ځوانانو ټولنې يوشمېر غړو د غويي په ۱۶مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېر علم امله وال سره ليدنه وکړه امله وال ته يې د دندې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

دپناه غوښتونکو مرستیال : دکډوالو وزارت مالیکت باید په هېواد کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو په ټولو پرو ژوکې په نظر کې ونیول شي

 

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال دالمان سفارت اود (kfw) نړیوالې ادارې استازوسره د راستنېدونکو او بېځايه شوو دبیایوځای پروژې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ. . .

بېرته خبرونه ته