دکډوالو چارو وزير د شمالي ولايتونو رئيسانو ته لارښوونه وکړه چې د روڼتيا په رامنځ  ته کولو کې لا زياتې هڅې وکړي

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۲:۲۱
بلخ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير په شمالي ولايتونوکې ددې وزارت  له  سيمه اييزو مسئولينو څخه د راپور اخيستنې په ناسته کې وغوښتل، چې د روڼتيا په رامنځ ته کولو کې دې  خپلې هڅې زياتې کړي.

دغه ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۳مه په بلخ ولايت کې ترسره شوه، چې پکې د بلخ، جوزجان، سمنګانو او سرپل ولايتونو رئيسانو د مالي کال د شپږو مياشتو راپور،  بېځايه شوو او  راستنېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کول او تر لاس لاندې پروګرامونه د کډوالو چارو وزير ته وړاندې کړل.

دکډوالو چارو وزير د يادو ولايتونو د راپور اورېدلو پرمهال وويل، چې دکډوالو چارو وزارت په تېرو څلورو کلونو کې له ادارې فساد سره کاميابه مبارزه کړې، چې اوس له اداري فساد سره دمبارزې په برخه کې يوه مخکښه اداره ده. هغه په شمالي ولايتونوکې سيمه اييزو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې بېځايه شوو او راستنېدونکو د خدمتونو په برخه کې زياته روڼتيا په پام کې ونيسي.

همدارنګه  دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د سيمه اييزو ادارو مسئولينوته لارښونه وکړه، چې په فردي ډول دې د کورنيو وګړو ته په ادارو کې د ستونزو دحل زمينه برابره او دهغو عريضو په کړنو کې دې چې د څو کورنيو د يوه استازي له خوا راوړل کېږي د زيات دقت څخه دې پکې کار واخيستل شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

بېرته خبرونه ته