دکډوالو وزارت سرپرست او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د باميانو والي سره وليدل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۴۳
__________________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست نو نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرفليپوګراندي او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې رئيسې ميرمن کرولاين د باميانو ولايت دوالي سيد انور رحمتي سره وليدل او د کډوالو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د وضعيت په اړه يې خبرې وکړې.

د کډوالو او ارستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير وويل: افغان حکومت دکډوالو موضوع ته په خپل کاري لومړيتوب کې ځای ورکړی او همدارنګه د دولت نږدې همکاري او د نړيوالو بنسټونو په هېواد کې ګټورې برنامې ترسره کړي چې افغان کډوالو راستنېدو ته هڅوي.

دهغه په خبره کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د  راستنېدونکو د هڅولو او ملاتړ لپاره د برنامو پلي کولو لپاره ژمن دی او کډوالو ته لاسرسی زموږ لوړيتوب دی. همدارنګه دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې کمېشنر وويل: کډوالو ته لاسرسی زموږ د کاري لومړيتوبونوڅخه و،موږ هڅه کو په افغانستان کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړو، په ځانګړي توګه په باميانو ولايت کېاو په دې توګه کډوالو وهڅو چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د باميانو ولايت والي سيد انور رحمتي د کډوالو وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او دکډوالو وزارت څخه  څخه يې مننه وکړه چې په باميانو ولايت کې راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته رسيده ګي کوي او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې څخه يې هم مننه وکړه،چې په باميانو ولايت کې خپل پراختيايي  فعاليتونه ترسره کوي.

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته