دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کلنی روزنيز پروګرام ترسره شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۸:۵۰
گارکاه اموزشی وزارت

 دغه درې ورځنی روزنيز پروګرام دکډوالو، بېځايه شوو او راستنېدونکو د ژوند ښه والي او دهغوی د غوره مديريت په موخه په کابل کې جوړ شوی و
 
په ولايتونو کې د وزارت لومړۍ درجه مسئولينو د اطلاعاتو شريکولو، دستونزو په نښه کولو او په ولايتونو کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو د ښه مديريت لپاره د حل لارو موندلو په موخه کابل ته راغلي او په دغه روزنيز پروګرام کې، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د وري په ۲۵مه پيل شوی ګډون لري
د کډوالو او رارستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ددغه روزنيز پروګرام د پرانيستې په مراسموکې په روان کال کې د ياد وزارت د پروګرامونو په اړه وويل، چې اوس مهال د کډوالو چارو وزارت د وچکالۍ له امله د بېځايه شوو اصلي سيموته په راستنېدنه کار کوي او په دغه برخه کې د بېځايه شوو د راستنېدنې لپاره د بوديجې برابرولو پر سر دماليې وزارت سره خبرې اترې شوي دي
ښاغلي بلخي زياته کړه  دتېرو څلورو کلونو په موده کې په کور دننه او بهر دکډوالۍ مديريت ديوشمېر هېوادونو او بنسټونو ترمنځ ديوې ګډې پديدې په توګه پېژندلې ، چې په پايله کې يې اوس افغانستان د کډوالۍ نړيوال مديريت په بحثونو کې له کډوالۍ د زيانمن شوي هېواد په ګډونن لري او د هېواد په داخل کې د ولسمشر او اجرايه رييس په مشرۍ د ګډو جوړښتونو په رامنځ ته کولو د کډوالۍ ګډو مديريت هم منځ ته راغلی دی.
 
د هغه په وينا د کډوالو او راتسنېدونکو چارو وزارت اوس مهال د کډوالو په يوې لويې پالېسۍ کارکوي، چې د هغې په وروستۍ کولو سره به افغانستان د لومړي ځل لپاره د کډوالۍ د يوې لويي پالېسۍ لرونکی هېواد شي.
د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي  په خپلو خبرو کې اقتصادي کډوالۍ، نا امنۍ او د جګړو او طبيعي پېښو له امله بېځايه شوو کورنيو ته په اشارې سره د کډوالۍ پديده د افغانستان لپاره يوه ملي مسله ياده کړه، نوموړي ځپلو سيمه ييزو کارکونکو څخه د کډوالو چارو وزارت ملاتړ اعلان کړ او له هغوی يې وغوښتل چې د کډوالو د غوره مديريت لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دکډوالۍ برخې ( UNHCRR) رييسې آغلې کرولين ون برن ، د کډوالۍ نړيوالې ادارې (IOM) مرستيالې مېرمن ګرګس او په افغانستان کې د امريکا سفارت د کډوالۍ برخې استازي له افغانستان او کډوالو چارو وزارت سره د خلکو د بېړنۍ ژغورنې او د هغوی د ژوند دوام په موخه د پراختيايي مرستو ژمنه او د زياتو همکاريو اعلان وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته