دپناه غوښتونکو مرستیال د کنسرن موسسې رييس سره خبرې وکړې
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وفي الله کاکړ په افغانستان کې د کنسرن موسسې نوي رييس ګراهام دیویسون سره خبرې وکړې.
لومړي سر کې دیویسون په تخار ، بدخشان اوکندوز ولایت دبېځایه شوو او راستنېدونکو په بېړنیو سیمو کې دخپل دفتر دځوابونو او خدماتو په اړه معلومات ورکړل.
په دغه ناسته کې د (mou) عمومي هوکړه لیک په اړه هم خبرې وشوې او ښاغلي وفي الله کاکړ وويل: ددغه هوکړه لیک دطرحې دنهایي کولو کارونه دوام لري. هغه همدارنګه د کنسرن موسسې له رييس څخه غوښتنه وکړه چې کډوالو وزارت او دکډوالو وزارت ادارو سره خپل نږدې همغږي پرمخ یوسې.