دپناه غوښتونکو مرستيالې په افغانستان کې د ترکيې له سفير سره وکتل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۳:۲۷
معین امور پناهندگان با سفیر ترکیه در افغانستان دیدار کرد
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې د کب په ۱۳مه په افغانستان کې د ترکيې له سفير وکتل او د ترکيې د وروستي وضعيت په اړه د افغان راستنېدونکو د مديريت پر څرنګوالي خبرې وکړې. د پناه غوښتونکو مرستيالې وويل، موږ هيله لرو چې پناه غوښتونکي د سياسي وسيلې په توګه ونه کارول شي، دا دپناه غوښتنې او انساني کرامت پورې اړوند کنونسيونونو خلاف دي. همدارنګه د پناه غوښتونکو مرستيالې د شنبې په ورځ په کابل کې له سلوڅخه د زياتو راستنېدونکو د راستنېدنې خبر وکړ او د ترکيې له سفيرڅخه يې غوښتنه وکړه،چې د کډوالو چارواکو سره کاروکړي ترڅو د توکو او تجهيزاتو بېرته ستنولو لپاره بندوبست وکړي چې په ترکي کمپونو کې پاتي دي. عالمې د مراز شريف هوايي ډګرته د راستنېدونکو د الوتنې نشتون باندې ټينګار وکړويې ويل، چې د مزار شريف هوايي ډګر له لارې راستنېدونکي د نړيوالې ټولنې او دکډوالۍ نړيوال سازمان سره د همکاريو د لاسليک شوې پرېکړې له مخې نغدي مرستې نه شي ترلاسه کولی. دا ناسته داسې مهال کېږي، چې په وروستيو کې د ترکيې حکومت د کډوالو لپاره له يونان سره ګډه پوله پرانيسې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته