دنوې ځای پرځای کېدنې دکمېټې نوبتي ناسته په کابل کې ترسره شوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۱:۵۱
___________

دکابل ولایت دکډوالوچارو ریاست دکابل ولایت دسکتوري رییسانو ،مرستندویه همکارو بنسټونو او دکابلذولایت استازو په ګډون دغبرګولي په ٢٣مه په دغه ولایت کې دنوېځای پرځای کېدنې کمېټې دنوبتي ناستې دترسره کېدو خبرورکړ.له بل لوري دکابل ولایت دکډوالو چارو رییس دراستنېدونکودمعلوماتودمرکز په سیستم کې د١٢٠ اړمنو دثبت خبر ورکړ.

 دکابل ولایت والي د ډونرانورغوښته وکړه چې ده روغتیایي برخه کې دې دمنظم او ګرځنده ټیم په لرلو سره هغه راستنېدونکو اوبېځایه شوو ته رسیدګي وکړي جې په توبرکلوز او کرونا مرض اخته شوي ديه همکاري وکړي. په لومړي سرکې دمرستندویه موسسو استازو دخپلوکاري فعالیتونو لکه دګرځنده ټیمونو دجوړېدو چې هغو خلکو ته به واکسین کوي چې توبرکلوز اویاهم کرونا وي،دښځو لپاره دکارموندنې زمینه برابرول،په بېلابېلو برخوکې ځوانانو ته دظرفیت جوړولو برنامو جوړولو په اړه راپرونه ورکړل

 دکابل ولایت دکډوالو په ښارګوټوکې دلومړنیواسانتیاو لپاره دطرح جوړول او د ریسایکلینګ دموادو په اړه یې خبرې وکړې. دکابل ولایت والي دمرستندویه موسسو دفعالیتونو ستاینه وکړه او ددولتي لایحې له مخې یې دمرستندویه موسسو په فعالیتونو ټینګار وکړاو همدارنګه دموسسو دفعالیتونواودکار دڅرنګوالي په اړه چې څنګه فعالیتونه ترسره کړي چې دخلکو درضایت حاصل شي او دبېځایه لګښتونو مخه ونیول شي.

 دکابل والي وويل چې دکار دلاښه والي لپاره لازمه ده چې په خپلو منځونوکې ډېر هغږي او وسو. دبیایوځای کېدوکمېټه دولسمشرۍ ماڼۍ د٣٠٥ګڼه فرمان له مخې دراستنېدونکو دبیایوځای کېدو دثبت او اړمنو کورنیوته دښاري او دهستوګنې ته درسیدو په موخه د٣٤ ولایتونو دواليانو تر ریاست لاندې فعالیت کوي ، د څو ملي او نړیوالو سازمانونو غړیتوب سره فعالیتونه کوي.

دویلو ده چې په کابل ولایت کې د بیا یوځای کېدنې کمېټې د کار په بشپړېدو سره به د کډوالواوراستنېدونکو شاوخوا شل زره کورنیو ته کورونه برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته