دنورستان ولايت يوشمېر مشرانو او د بېځايه شوو استازو خپلې ستونزې د کډوالو چارو وزير سره شريکې کړې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۰:۰
جمعی از بزرگان و نمایندگان بیجاشده های ولایت نورستان مشکلات شان را با وزیر امور مهاجرین در میان گذاشتند
د نورستان ولايت يو شېمرمشرانو او د داخلي بېځايه شوو استازو چې د جګړو له امله يې خپل کورنه پرېښي په کډوالو چارو وزارت کې يې خپلې ستونزې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي سره شريکې کړې. د بېځايه شوو دغه استازو د کډوالو چارو د وزير څخه د بشري مرستو د وېش او ددوی د دايمي ځای په ځای کېدو غوښتنه وکړه. عالمي بلخي دسلواغې په ۱۴مه وويل، چې دغه وزارت د همغږۍ او پالېسۍ جوړونې په نوم يوه اداره لري،چې دنړيوالو بنسټونو سره دبېځايه شوو خلکو ستونزې په ګوته کوي او دهغوی څخه بېځايه شوو ته د لاس رسي غوښتنه کوي. دبېځايه شوو کورنۍ د کډوالو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او مرستندويه ادارو د ګډ ټيم له لورې سروې کېږي، چې دهغه په اساس دکورنيو اړتياوې په نظر کې نيول کېږي او وروسته دنومليکنې څخه ورسره بشري مرستې ترسره کېږي. هغه زياته کړه،چې د نوروستان ولايت بېځايه شوي به هم دهېواد دنورو بېځايه شوو په څېرې سروې او له مرستوڅخه به برخمن شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته