دلغمان د علماو شورا غړو د کډوالو چارو وزير سره وليدل

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۵:۲۳

 

د لغمان ولايت د علماو شورا غړو، مشرانو او سپين ګيرو د کډوالو چارو وزارت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير سيد حسين عالمي بلخي سره په ليدنه راستنېدونکو ته د نمرو دوېش په برخه کې خپلې ستونز شريکې کړې.

ليدونکو د شنبې په ورځ د زمري په ۵مه په لغمان ولايت دځمکو د وېشلو بهير دجريان نشتوالي او د وخت د ډېروالي او دځمکو د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره يې دوخت غوښتنه وکړه.

عالمي بلخي د ځمکو  د وېش بهير په  بيا پيلولو ټينګار وکړ ويې ويل، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دځمکو دوېش کمېټې او اړمنو پېژندل بشپړکړي او د افغانستان اسلامي جمهوريت دمقام په انتظار دي او دمقام د تائيد وروسته به په عملي ډول د ځمکو دوېش پروسه پيل شي.

هغه زیاته کړه چې د جمهوري ریاست نوی فرمان د ځمکې ویشلو او د اسنادو وخت نیولو کې د اداري ستونزو ته ځواب ووایي، او بیرته راستانه شوي خلک د لږ وخت سره کولی شي د ځمکې او یا د وړ وړ کورونو لیږدولو کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، چې د جمهوري رياست نوی فرمان دځمکې وېشلو او د اسنادو وخت نيولو کې د اداري ستونزوته پاملرنه شوې او بېرته راستانه شوي خلک کولای شي، چې په لږ وخت کې ځمکې او  کورونه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته