حقاني: مخکې له دې، چې واورې وشي او لارې بندې شي، په لرې پرتو سیمو کې باید امادګي ولرو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۲:۵۳
--

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: ډېرې لرې پرتې سیمې، چې د واورو له ورښت وروسته رسیدګي ورته نه کیږي، مخکې له مخکې باید امادګي ورته ولرو
ښاغلي حقاني زیاته کړه، په وروستیو حوادثو کې ا.ا. په ډېر کمو امکاناتو دومره څه وکړل، چې ډېرو پرمختللیو هیوادونو به سره له ډېر امکاناتو نه وي کړي او دا د ا.ا. ژمنتیا ښیي
نوموړي له ټولو هغه داخلي او خارجي بنسټونو مننه، چې په تېرو طبعي پېښو کې یې له افغانانو سره بشري مرستې کړي دي

-

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته