حقاني دګذر وکیلانوته؛ هېڅوک داحق نه لري چې داړمنو کورنیو نه په دې نوم پیسې واخلي چې موږ ستاسې عریضه وزارت ته سپارو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۲۱:۵۳
حقاني دګذر وکیلانوته؛ هېڅوک داحق نه لري چې داړمنو کورنیو نه په دې نوم پیسې واخلي چې موږ ستاسې عریضه وزارت ته سپارو
 
دغه خبره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني چهار شنبه دمرغومي په (٨)مه په کابل ښارکې اړمنو کورنیو ته د خوراکي تو کي او ژمنیو لباسونو دوېش پرمهال وکړه.
دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د دغو مرستودوېش پرمهال معلومات ورکړل ویې ویل،چې یادې کومکي کڅوړې دچین هېواد له لورې اړمنو کورنیو سره مرسته شوې او دمهاجرینو وزارت هڅه کوي،چې دغه مرستې په کابل او یوشمېر ولایتونو کې په شفاف ډول اړمنو کورنیو ته ووېشي.
هغه دګذرد وکیلانو او مسؤلینوڅخه غوښتنه وکړه چې دوزارت سره دې داړمنو کورنیو په سروې او پېژندلو کې همکاري وکړي ترڅومرستې په شفاف ډول ووېشل شي.
هغه زیاته کړه دګذر وکیلان اودسیمې مسؤلین دې داړمنو کورنیونه په دې نوم پیسې نه اخلي چې موږ ستاسې عریضې دمهاجرینو وزارت ته سپارو اوتاسې سره مرستې کوي، نومړي ټینګار وکړ که هرچا داسې عمل ترسره کړ نو قانوني کړنه به ورسره ترسره شي.
ددې سربېره لس زره نورو کورنیو دمرستو دترلاسه کولو په موخه خپلې عریضې دمهاجرینووزارت ته راوړي چې له یوې شفافې سروې وروسته به ورته په نږدې راتلونکي کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.
 
کابلکابل_افغانستان

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته