تېره اونۍ په هېواد کې زرګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۵:۸

 

په تېرې يوې اونۍ کې د هېواد په يولسو ولايتونوکې ۴۱۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره د تلې د ۲۶ نېټې څخه د لړم تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږئ د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

‌يادې مرستې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ ديوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې په هلمند، سرپل، فارياب، لغمان، بغلان، فراه، غور، پکتيا، پنجشېر او جوزجان ولايتونوکې جګړو او طبيعي پېښو له امله اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته وېشل شوي دي.

د کډوالو چارو  وزارت د څانګو او همکارو مرستندويه ادارو د سروې پر اساس په يادو ولايتونوکې دجګړو او طبيعي پېښو له امله کورنۍ دخپلو اصلي سيموڅخه امن سيموته بېځايه شوې وې او يوشمېر کورنيو په سختو حالاتوکې ژوند تېرو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

بېرته خبرونه ته