بېځايه شوو ته دلاسرسي په موخه دهمکاريو درې هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۵ - ۱۶:۵۴
...

داخلي دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت داخلي بېځايه شووته دلاسرسي او خدماتو وړاندې کولوپه برخه کې دهمکاريو درې هوکړه ليکونه د (IRC) ، (ORD) او (ACTED) موسسې سره لاسليک کړل. دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازيتوب د وزارت دپلان او پالېسۍ رییس مولوي ارسلاح حقيار بغلانی ،د (ACTED) موسسې ريیس ښاغلی تايبالت لاروس،د ( ORD) موسسې مرستيال انجينر عبدالباري حميد او د((IRC) موسسې مرستيال محمد قرشي ترمېنځ يکشنبه دلړم په (٢٣) مه دهمکاريو درې هوکړه ليکونه لاسلیک شوچې له مخې به يې داخلي بېځايه شوو ته لاسرسی اوپاملرنه کېږي. د پلان او پالېسۍ رياست په وړاندې شوو معلوماتو کې راغلي چې داکتېد موسسې دهمکاريو بوديجه (٩٣٢) زره او(١٧٠) ډالره، (IRC) موسسې (٨٣٥) زره ډالره اود ( ORD) موسسې (١١٣) ميليونه، (٩٤٩) زره او (٧٥٠) افغانۍ ده

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته