بلخ: د شمال زون په کچه له نړیوالو همکارو موسساتو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۴:۳۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ملي او نړیوالو د موسساتو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه
یاده ناسته، چې د بلخ ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د بلخ ولایت مرستیال، د یو شمېر سکتوري ریاستونو رئیسانو او د یو شمېر ولایتونو د مهاجرینو چارو رئیسانو هم ګډون درلود
په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزیر له پاکستان څخه راستنو شوو کورنیو ته د ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار وکړ
ښاغلي حقاني وویل، د واورو په ورېدو سره ښایي ځینو ولایتونو ته لارې بندې شي، نو له همدې امله مخکې له مخکې باید مرستې ور ورسول شي
نوموړي ټینګار وکړ، چې مهاجرینو ته کورونه جوړول، کاري فرصتونه رامنځته کول او نور اساسي خدمتونه وړاندې شي
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، افغاني غرور ګداګري او چاته لاس نیول نه ایجابوي، له همدې امله دې مرستې د کار په بدل کې ورکړل شي
په ناسته کې د بلخ ولایت مرستیال حاجي نورالهادي ډاډ څرګند کړ، چې د راستنو شوو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره یې په ولایت او ولسوالیو کې کمېټې جوړې کړي او امکانات یې هم په لاس ورکړي دي، ټولو راغلیو مهاجرینو ته پروخت رسیدګي کېږي
وروسته د موسساتو استازو خپل کاري راپورونه وړندې کړل او خپلې ستونزې یې له وزیر صیب سره شریکې کړې، چې د حقاني صیب له لورې د حل ډاډ ورکړل شو

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته