بغلان: د مهاجرینو چارو وزیر د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره ولیدل
![-](/sites/default/files/2024-05/442378720_465586479167809_8281289344418438788_n.jpg)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره په داسې حال کې ولیدل، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو یې هم ملتیا کوله.
دغه پلاوي په یاده سیمه کې د سیلاب له امله د شهیدانو کورنیو ته فاتحه او د تسلیت مراتب وړاندې کړل او په ٣٠ سیلاب ځپلو کورنیو یې خیمې، کمپلې، پشه خانې او نور البسه، چې د یوه بهر میشتي افغان له لورې مرسته شوي وو؛ وویشل.
ښاغلي حقاني سیلاب ځپلو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په هره سخته کې د خپل ملت ترڅنګ ولاړ دی او ددوی ټولو غوښتنو ته به پروخت رسیدګي کوي.