بشري مرستې د بشر حق دی، او دا حق ترې باید سلب نشي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۲۲:۴۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ملګرو ملتونو ادارو سره د همغږۍ ناسته کې، چې د بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه؛ وویل، بشري مرستې دې د سیاسي ابزارو په توګه نه استفاده کیږي، بلکه دا د بشر حق دی او باید له قیوداتو پرته بشر ته ورکړل شي
ښاغلي حقاني زیاته کړه، هغه وخت پای ته رسیدلی، چې هره ورځ به لسګونه افغانان وژل کېدل، اوس د هېواد هرې سیمې ته له کوم ګواښ پرته بشري مرستې رسیدای شي
نوموړي وویل، د ډاډمن امنیت له امله نږدې دیارلس لکه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي، چې ددوی ځای پرځای کېدنه کې ځای او کور ته اړتیا لري، خیریه بنسټونه دې مرستې په داسې ډول ترسره کړي، چې افغانان په خپلو پښو ودریږي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته