الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیکا او خوست ولایت د زلزلې ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۱/۴/۳ - ۴:۴۳
عبدالمطلب حقانی
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیکا د برمل، ګیاني او د خوست ولایت دسپېرې ولسوالۍ زلزلې ځپلو سیمو د شیهدانو او زخمیانو کورنیو سره لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د مرستندویه بنسټو سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ به ټولو زیانمنو شوو کورنیو سره نغدي، خوراکي، غیر خوراکي، روغتیایي کڅوړو او شلټر جوړولو په برخه کې مرستې ترسره کړي.
همداراز د مهاجرینو چارو وزارت دیارلس (١٣) لارۍ د اړتیا وړ توکي چې پکې (٥٠٠٠)کمپلې،(١٨٠٠) سوه پېنځه ويشت کیلويي د اوړو بورۍ، (٢٠٠٠٠) ګرمې ډوډۍ، (١٠٠٠) جمپرونه، (١٠٠٠) واسکټونه، (٨٨٢) توشکونه سره د بالښتونو، (١٨٥) دانې پېنځه کیلو یي غوړي، بوره، چای، دال او (٣٨) مکس خوراکي پېکونه چې هر پېک کې دوه ويشت ډوله بېلابېل خوراکي مواد شامل دي، زیانمنو شوو سیمو ته ولیږدول شول.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارات د محترم رییس الوزرا له لورې د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت، کلیو پراختیا وزارت، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، عامې روغتیا وزارت، سرې میاشتې او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته لارښوونه شوې وه، چې د خپلو ټولو شته امکاناتو سره د پکتیکا او خوست ولایت زلزلې ځپلو سیمو ته لاړ شي او د شهیدانو او زخمیانو کورنیو ته لومړنۍ بشري مرستې ورسوي.
د یادو وزارتونو لوړ پوړو چارواکو د پکتیکا د ګیانې،برمل او د خوست ولایت د سپرې ولسوالۍ د زلزلې ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او ددغې دردناکې پېښې له امله په رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو یې ژوره خواشیني څرګنده کړه، د پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې دجمیل صبر غوښتنه وکړه.
همدا راز یې د محتر رئیس الوزرا له لورې هر شهید ته د یولک او هر زخمي ته د پنځوس زره افغانیو مرسته هم اعلان کړه، چې د ټاکل شوې کمېټې له لورې به له سروی وروسته ووېشل شي.
د ویلو ده چې د یادو وزارتونو د چارواکو له لورې یوه ګډه کمېټه جوړه شوه، چې د کمېټې له لورې به ټولو زیانمنو شوو کورنیو ته په بېړنۍ توګه د اړتیاوړ نغدي، خوراکي، غیرخوراکي او روغتيايي موادو مرستې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته