الحاج خلیل الرحمان حقاني د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې له مشرې سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۰:۵۵
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې (DRC) له سرمنشي آغلې چارلوت سلنټي (Charlotte Slente) سره پخپل کاري دفتر کې وکتل
آغلې سلنټي د مهاجرینو چارو وزارت له کارونو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، ډېر خوشاله یو، چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم په ټول افغانستان کې امن راغلی او ډېرو لرو پرتو سیمو ته چې په تېر کې مونږ نه وو توانېدلي اوس په ډاډه زړه هلته ځو او مرستې رسوو
نوموړې وویل اوسمهال مونږ په ۱۸ ولایتونو کې مرستې کوو او په راتلونکي کې غواړو دا لړۍ نوره هم وغزوو
ښاغلي حقاني دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه؛ ټولې مرستې باید له سکتوري وزارتونو سره په همغږۍ ترسره شي ترڅو مونږ له شفافیت څخه ډاډمن او د فساد مخه ونیول شي
نوموړي وویل: مونږ د نظارت مسؤولیت لرو او بشري مرستې باید په شفاف ډول پر خپل وخت تر مستحقینو ورسوو

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته