د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بادغیس له والي حافظ محمد امین جان عمري او د امارتي ادارو له یو شمېر مسوولینو سره ولیدل.

sadam_morr
Mon, Apr 28 2025 8:04 PM
_
په دې ناسته کې د بادغیس والي عمري وویل چې د دې ولایت پر لور د بېرته راستنېدونکو کډوالو راتګ دوام لري، چې ډېری یې له ګاونډي هېواد ایران څخه راستنېږي. هغه څرګنده کړه چې د بادغیس ولایتي چارواکي او ولسونه چمتو دي څو د راستنېدونکو کډوالو خدمت ته مټې رابډوهي او له هغوی سره لازمې مرستې وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د بادغیس ولایت د راستنېدونکو کډوالو لپاره څه باندې ۵۰ لکه افغانۍ ځانګړې ش
وې دي، د دوی د اړتیاوو پوره کولو ته به ولګول شي. همداراز، هغه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او اړتیاوو په اړه خپل معلومات د کډوالو چارو وزیر سره شریک کړل.
په ناسته کې نورو امارتي مسوولینو هم د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ ته خپل چمتوالی څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې خپلو مسوولیتونو ته به لازمه پاملرنه وکړي.
د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وویل، د بېرته راستنېدونکو کډوالو ملاتړ کول د هر افغان ملي او اسلامي وجیبه ده، خو د امارتي ادارو مسوولیت په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
هغه زیاته کړه، کډوالو چارو وزارت هڅه کوي چې راستنېدونکو ته د ژوند ابتدایي سهولتونه برابر کړي او د هغوی ستونزو ته د حل لارې ومومي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS