د وزارت د دفتر رئيس د مهاجرت نړيوال سازمان د مرستو رسولو او د راستنېدوڅخه وروسته د پروګرام له مسؤلينو سره ليدنه وکړه

د مهاجرينو چارو وزارت د دفتر رئيس الحاج قاري محمد اجمل وياړ په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان د بشري مرستو رسولو چارو مسؤل ښاغلي عدنان بغجتي او د راستنېدو څخه وروسته د پروګرام له مسؤل نيکولاس جيمز هيل سره د زمري په ۲۵مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د کندهار ولايت په سپين بولدک کې د مهاجر نړيوال سازمان د دفتر د فعاليتونو د ځنډولو په اړه خبرې وشوې او ښاغلي عدنان د موجوده ستونزو په یادولو سره د ياد دفتر د چمتوالی او بيا ځلې فعاليتونو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړ ويې ويل، زموږه موخه مهاجرينو او راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کول دي او دغه سازمان په پام کې لري، چې خپل خدمات لا ښه کړي.
د وزارت د دفتر رييس د یاد دفتر په ملاتړ او دوامداره همکاريو ټينګار وکړ او د قندهار ولايت په سپين بولدک او د ننګرهار ولايت په تورخم کې يې د ياد دفتر د چمتوالی او بيا ځلې د هغه د فعاليتونو د دوام غوښتنه وکړه.
د ياد سازمان د راستنېدو څخه وروسته د پروګرام مسؤل ښاغلي نيکولاس جميز هيل وويل، په دې برخه کې نوي پروګرامونه لرو او هڅه کوو، چې مرستې په ښه توګه مستحقو کسانو ته ورسيږي.
د یو بل خبر له مخې د ياد دفتر مسؤلينو د وزارت دحقوقي ملاتړ رئيس الحاج غلام نبي الله ستانکزي سره هم لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ګډو فعاليتونو، د کابل په هوايي ډګر کې د یاد دفتر د ودانۍ د ترميم، د کرايې د ورکړې او د ګډو فعاليتونو دپیل په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي عدنان وویل، د اصولو او ترسره شوې هوکړې مطابق به د کابل په هوايي ډګر کې خپل فعاليتونه پيل کوو او په خپلو ژمنو عمل کوو.