د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د (IOM) له رئیسې سره لیدنه وکړه

anwari_morr
Sat, Mar 18 2023 8:36 AM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال  مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)له رئيسې میرمن ماريا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د افغان مهاجرينو او راستنېدونکو په ستونزو او  د مهاجرينو چارو وزارت او یاد دفتر په لا همغږیو خبرې وشوې.
نوموړې  د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د بیا ځلې   فعالیت او خدمتونو وړاندې کولو یادونه وکړه او د مهاجرینو چارو وزارت او  نورو اړوندو څانګو سره يې د همغږیو  او د فعالیت د برابرولو په برخه د همکاريو غوښتنه وکړه او د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد  لورې ور سره د همکاريو ژمنه شوه.

Latest news

BACK TO NEWS