د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د (IOM) له رئیسې سره لیدنه وکړه
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)له رئيسې میرمن ماريا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د افغان مهاجرينو او راستنېدونکو په ستونزو او د مهاجرينو چارو وزارت او یاد دفتر په لا همغږیو خبرې وشوې.
نوموړې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د بیا ځلې فعالیت او خدمتونو وړاندې کولو یادونه وکړه او د مهاجرینو چارو وزارت او نورو اړوندو څانګو سره يې د همغږیو او د فعالیت د برابرولو په برخه د همکاريو غوښتنه وکړه او د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد لورې ور سره د همکاريو ژمنه شوه.