مالي او اداري مرستيال  د کډوالو او بېځايه شوو دشمېر وړاندې کولو کې د نړيوالو بنسټونو پر دقت ټينګار وکړ

sadam_morr
Wed, May 05 2021 9:43 AM
Facebook

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ولي الله جلال په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) چارواکو  سره په ناسته کې د وزارت سره په همغږۍ او دکډوالو او بېځايه شوو خلکو د کره شمېرو پر دقت ټينګار وکړ.

په دغه ناسته کې چې د کډوالو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو مرستيال شېر علم امله وال هم شتون درلود، ښاغلي جلال دمشورتي برنامو په  رامنځته کولو  او د کډوالو او بېځايه شوو خلکو لپاره د کاري زمينې پر برابرولو ټينګار وکړ ويې ويل: بې روزګاري دکډوالۍ يو له اصلي علتونو څخه ده، نو له همدې امله  ملي او نړيوالو بنسټونو ته پکار ده، چې په دې برخه کې عملي او مؤثر اقدامات په بشپړه همغږۍ کې ترسره کړي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) چارواکو د ننګونو په څرګندولو سره زياته کړه، چې دوی هڅه کوي په ولايتونوکې د کډوالو وزارت رياستونو سره په همغږۍ شمېرې وړاندې کړي؛ ملګر د يومنظم سيستم ( بايومټريک) نه شتون د سمو او کره شمېرو د ستونزو لامل کېږي.

دهغه په خبره  د (IOM) دفتر  په هېواد کې بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د مشورې ورکولو، بشري مرستو او کار ته د لاسرسي په برنامو کار کوي او هڅه کوي دې پروګرامونو ته په پراخه کچه دوام ورکړي.

په پای کې مالي او اداري مرستيال د کډوالۍ نړيوال سازمان  دهمکاريو ستاينه وکړه ويې ويل: وزارت د احصائيې او معلوماتو ادارې او يوشمېر نورو ملي او نړيوالو ادارو سره په ګډه کار کوي ترڅو دمعلوماتو يو هر اړخيز مرکز رامنځته کړي، چې کره شمېرو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې حل کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS