کډوالو چارو وزارت معلوماتو ته دلاس رسي کمېسېون څخه دلا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه

sadam_morr
Mon, Feb 03 2020 2:58 PM
وزارت امور مهاجرین از کمیسیون دسترسی به اطلاعات خواهان نظارت و همکاری بیشتر شد

اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون دوزارت  چارواکو ته دمعلوماتو ورکولو په جوړ شوي روزنيز ورکشاپ کې د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسېون څخه وغوښتل چې د دغه وزارت کړنې وڅاري او د خبر رسونې برخې له مسؤلينوسره ډېره همکاري وکړي.

په دغه روزنيز ورکشاپ کې دوزارت مالي او اداري مرستيال، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسېون رئيس، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس،حقوقي سلاکار او دوزارت يو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و او هغه ګټورومعلوماتوڅخه چې د اطلاعاتوته د لاس رسي کمېسېون د مسؤلينو له لورې برابر شوي وبرخمن شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د څارنې په برخه کې د ښاريانو اطلاعاتو ته لاس رسي، دهغوی نيوکو او ملت ته دحکومت حساب ورکول يو مهم امر ياد کړ ويې ويل، لکه څنګه چې زموږ په هېواد کې دود دی خلک بايد دحکومت د معلومات کارولو لپاره ترنيوکو لاندې رانه شي.نيوکې هغه وخت ګټورې وي چې د دقيقو او واقعيتي معلوماتو پر اساس وي.خوشبختانه، دهېواد اساسي قانون د دولت په فعاليت او دخلکو معلوماتو ته د لاس رسي څرنګوالي په ۵۰مه ماده کې روښانه شوی.

په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسېون مشر عين الدين بهادري روښانه کړه چې معلوماتو ته د لاس رسي په اړه دکمېسېون موجوده فلسفه او قانون په ادارو کې روڼتيا ( شفافي) په ادارو کې حساب ورکونه رامنځ ته کوي چې څرنګه کولای شو د دولتي ادارو په اړه معلومات ترلاسه کړو.

دغه روزنيز ورکشاپ د سلواغې په ۱۴مه دکډوالو چارو زارت دغونډو په تالارکې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست، د ظرفيت لوړونې مشاوريت او اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسېون په همکارۍ جوړ شوی و.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS