کډوالو چارو وزير د باميانو ولايت شورا څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د  وزارت فعاليتونه دې څارنې لاندې ونيسي

sadam_morr
Wed, Nov 27 2019 9:30 AM
22

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي باميانوولايت ته په خپل سفر کې ددغه ولايت د ولايتي شورا د غړو سره په ليدنه کې له دوی غوښتنه وکړه، چې د خلکو د استازو په توګه دې په باميانو ولايت کې  د وزارت د فعاليتونو څارنه وکړي او ستونزې دې د وزارت د رهبرۍ سره شريکې کړي.

دغه ليدنه د ليندۍ په ۵مه دباميانو ولايت  دولايتي شورا په دفتر کې ترسره شوه، چې دواړو لوريو د مديريت په زياتې همغږۍ  او د راستنېدونکو او بېځايه شووخلکو په څرنګوالي خبرې وکړې.

ښاغلي بخلي وويل، چې د چهارشنبې په ورځ د يکه ولنګ د کډوالو ښارګوټي کې د لمريزې برېښنا دوېش برنامه پرنيزې او د لا روڼتيا په موخه لازمه ده، چې دولايتي شورا استازي په دغه برنامه کې شتون ولري. همدارنګه په نورو ولايتونوکې د اړمنو او مستحقو سروې د ولايتي شورا داستازو په شتون کې دوام لرې او زه د باميانو ولايت دولايتي شورا څخه هيله کوم چې د اړمنو او مستحق کورنيو سروې کې له موږ سره ګډون وکړي اود  وزارت د نورو فعاليتونو څارنه وکړي.

عالمي بلخي زياته کړه، زموږ تمه د ولايتي شورا څخه داده چې خلک وهڅوي چې په ښارګوټوکې خپلې نمرې ودانې کړې او په هغه کې ژوند وکړي، ځکه د ښاري قانون له مخې هغه نمرې چې دټاکلې مودې وروسته نه جوړيږي بېرته  ترې اخيستل کېږي او يو بل مستحق ته ورکول کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، چې دځمکو  دوېش پروسه دتېريونيم کال راهيسې د ولسمشر د فرمان د تعديل له امله  ځنډلې او راستنېدونکوته د وېش پروسه روسته شوې؛ خو دغه موضوع دفرمان د تعديل او د طرزالعمل تصويب  نوی له سره اخيستل شوی او په کابل او هرات کې دځمکودوېش لپاره د مستحقو د پېژندلو دهمغږۍ کمېټې ناسته پرانيسل شوې او ډېر ژره به په دغه دوو ولايتونو او نورو ولايتو کې پيل شي.

Latest news

Wed, Jun 09 2021 12:15 PM
Background image

Deputy Minister Kakar exchanged with Belgian Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, met with Belgian Ambassador Mr. Philippe Bronchain on 08 June 2021.

Both sides valued the partnerships between Afghanistan and. . .

Tue, Jun 08 2021 2:12 PM
Background image

Deputy Minister Kakar meets with IOM Country Director in Ankara

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, who visited the Republic of Turkey as the head of a governmental delegation, talked with leaders of international organizations and. . .

Mon, Jun 07 2021 12:00 PM
Background image

Deputy Minister Kakar met with Country Director UNHCR in Ankara

The Afghan delegation, led by Wafiullah Kakar (Deputy Minister for Refugee Affairs), exchanged with the Country Director of the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR). . .

BACK TO NEWS