کډوالو چارو وزير د باميانو ولايت شورا څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د وزارت فعاليتونه دې څارنې لاندې ونيسي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي باميانوولايت ته په خپل سفر کې ددغه ولايت د ولايتي شورا د غړو سره په ليدنه کې له دوی غوښتنه وکړه، چې د خلکو د استازو په توګه دې په باميانو ولايت کې د وزارت د فعاليتونو څارنه وکړي او ستونزې دې د وزارت د رهبرۍ سره شريکې کړي.
دغه ليدنه د ليندۍ په ۵مه دباميانو ولايت دولايتي شورا په دفتر کې ترسره شوه، چې دواړو لوريو د مديريت په زياتې همغږۍ او د راستنېدونکو او بېځايه شووخلکو په څرنګوالي خبرې وکړې.
ښاغلي بخلي وويل، چې د چهارشنبې په ورځ د يکه ولنګ د کډوالو ښارګوټي کې د لمريزې برېښنا دوېش برنامه پرنيزې او د لا روڼتيا په موخه لازمه ده، چې دولايتي شورا استازي په دغه برنامه کې شتون ولري. همدارنګه په نورو ولايتونوکې د اړمنو او مستحقو سروې د ولايتي شورا داستازو په شتون کې دوام لرې او زه د باميانو ولايت دولايتي شورا څخه هيله کوم چې د اړمنو او مستحق کورنيو سروې کې له موږ سره ګډون وکړي اود وزارت د نورو فعاليتونو څارنه وکړي.
عالمي بلخي زياته کړه، زموږ تمه د ولايتي شورا څخه داده چې خلک وهڅوي چې په ښارګوټوکې خپلې نمرې ودانې کړې او په هغه کې ژوند وکړي، ځکه د ښاري قانون له مخې هغه نمرې چې دټاکلې مودې وروسته نه جوړيږي بېرته ترې اخيستل کېږي او يو بل مستحق ته ورکول کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، چې دځمکو دوېش پروسه دتېريونيم کال راهيسې د ولسمشر د فرمان د تعديل له امله ځنډلې او راستنېدونکوته د وېش پروسه روسته شوې؛ خو دغه موضوع دفرمان د تعديل او د طرزالعمل تصويب نوی له سره اخيستل شوی او په کابل او هرات کې دځمکودوېش لپاره د مستحقو د پېژندلو دهمغږۍ کمېټې ناسته پرانيسل شوې او ډېر ژره به په دغه دوو ولايتونو او نورو ولايتو کې پيل شي.