بادغیس کې تر ۱۰۰ زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
بادغیس ولایت کې پرون د غویي د میاشتی پر ۱۴ مه پر ۱۲۵ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي او اړمن شامل وو، چې مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو ادارې له خوا په بالامرغاب، غور ماچ او اب کمري ولسوالیو کې سروې شوي وو.
له ۱۱۶ کورنیو سره په دوو برخو کې ۶۲ زره ۴۱۰ افغانۍ او ۹ نورو کورنیو سره ۴۸زره ۵۴۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له لوري ورکړل شوې چې د کډوالو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.