د وزارت په هکله

  • په خپله خوښه، عزتمنده ، کراره او جذب وړ راستنېدولپاره زمينه برابرول.

  • د کورنيو بيځايه شوو او راستنېدونکو ځای پر ځای کول او ددوي د بې کورۍ د ستونزې هوارول.
  • د اوسېدنې د كورونو د بيارغونې او د زيانمنو لپاره د كورونو ابادول د مرستندویه نړیوال بنسټونو په مرسته.
  • مهاجرنیو، راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته د لاسي او تخنیکي روزنو له لارې د کارموندنې او وړتیا لوړوني لاره برابرول.
  • د مهاجرینو، راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شوو د حقوقو ساتنه.
  • په ايران، پاكستان او نورو هېوادونو كې د كسبگرو مهاجرینو او راستنېدونكو تشخيص او د اوسېدو په سيمو كې هغوى ته كاري اسانتیاء برابرول.
  • د ښارگوټو د بنسټيزو اړتياوو، لكه سړك، اوبو، روغتون، ښوونځي، پل او نورو اړتياوو  پوره کول .
  • د دولتي اړوندو ادارو او نړيوالو بنسټونو او خیریه ادارو لكه WFP-ILO-IOM-UNHCR - NRC-UNDP سره د مرستې او همكارۍ وده او پراختيا.
  • د پورتنيو مفاهيمو په پام كې نيولو سره دغه وزارت يو لړ د پام وړ كارونه كړي ، چې د پام وړ او مشهور كارونه يې په لاندې توگه يادولى شو.

الف، ليدلورى:
 

  • د مهاجرنیو او پناه غوښتونكو او كورنيو بې ځايه شويو لپاره د داوطلبانه او تدريجي راستنېدو زمينه برابرول.
  • د اړوندو دولتي او نړيوالو بنسټونو په گډه همكارۍ د هغوى د بیرته استوګني لپاره د ډاډ وړ معیشتي او حقوقي شرايطو برابرول.

ماموريت:

  • د مهاجرینو او بېرته راستنېدونكو وزارت د خپلو ستراتېژيكو موخو پر بنسټ هڅه كوي د كډوالو او كورنيو بې ځايه شويو لپاره د نوي استوکني اوځای پرځای کیدو، حقوقي ملاتړ کاری اسانتیاو  او د  لاسي زده كړو زمينه برابره كړي.
  • دغه وزارت خپل مكلفيت گڼي چې له كوربه هېوادونو، د ملگرو ملتونو عالي كمېشنرۍ او د كډوالۍ نړيوال سازمان سره د هوکړې له لاري له گاونډيو او نورو کوربه هېوادونو څخه په خپله خوښه، کرار کرار، مصوون او په عزتمنده توګه د راستنېدو زمينه برابره كړي.
  • له راستنېدو وروسته دغه وزارت هڅه كوي، چې راستنېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو هیواد والو ته د هستوگنې په سيمو كې رغنیز، ښونیز، روغتیایي او ټولنیز اقتصاد برابر کړي .
  • د اړوندو ادارو او نړيوالو سازمانونو لكهUNHCR  او IOM  له لارې له راستنېدو وروسته  هغوي ته لومړنۍ چوپړتیاوې او کاري اسانتیا برابره کړي .
  • د تجربه لرونكو او وړتيا لرونكو کارکوونکو د ګومارنې لپاره د سیالیو برابرول .
  • د استوگنې د ستونزې  د دايمي حل ترڅنگ، د مهاجرنیو د وړتیا لوړول هم د دغه وزارت په كاري لومړيتوبونو كې ګڼل كېږي.
  • له خلکو ، ادارو،  كورنيو او بهرنيو څانګو سره د لیدنې، غونډو او د ښه نيت هوکړو له لارې د مالي او تخنيكي مرستو راګرځول.
  • د دغه وزارت پنځه گونو لومړيتوبونو ته ډېره پاملرنه، د دولتي او نړيوالو بنسټونو په مرسته د مهاجرینو، په خپله خوښه او کراره راستنېدنې، د هغوى حقوقي ملاتړ، د كارموندنې د ستونزې حل، لاسي زده كړې، د بیا پرځای کیدو او د لومړنۍ استوگنې او  په پاي کې د هغوى د وړتیاوو لوړول او بنسټيزو اړتیاوو لكه روغتون، ښوونځي، پل، جومات، پارك، اوبو، سړك او نورو ته د هغوى لاسرسۍ ، د يادو لومړيتوبونو ترڅنگ د ځانگړې پاملرنې برخې دي.
  • د د ۱۹۵۱ کال د نړيوال کنوانسيون، د ۱۹۶۷ کال پروتوکول او نړيوال تړون، د کوربه هیوادونو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو  ملتونو کميشنرۍ او د افغانستان د مهاجرينو او راستيندونکو د قانون پر بنسټ) د مهاجرینو په خپله خوښه راستنېدنه، ځای پرځای کیدل، د وړتیا لوړول، د كارموندنې د ستونزو  هواری، هغوى ته د لاسي  او تخنیکي زده كړو برابرول او د حقونو او امتيازونو برابرول...

موخې: د مهاجرينو چارو وزارت خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه كوي، چې:

  • د كډوالو د بې كورۍ او بیرته ځای پرځای کولو ستونزې حل او د کابل ادارې د ۱۰۴ نمبر فرمان له مخې له دولتي ځمکو څخه هغوى ته ښارگوټي جوړ كړي. البته دغه كار د كرنې وزارت، ښاري پراختيا، دكليودپراختيا او ماليې وزارتونو په مرسته پر مخ ځي.
  • د روغتيا، پوهنې، كورنيو چارو، حج او اوقافو او ترانسپورټ وزارتونو په مرسته د بنسټيزو څيزونو لكه، اوبو، سړك، پل، روغتون، ښوونځي، مدرسې او پارك، جومات او امنيتي پوستو جوړول.
  • د كار او ټولنيزو چارو، د كار د نړيوال سازمان، د ملگرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ او د كډوالۍ د نړيوال سازمان په مرسته، د كار موندولو د ستونزو حلول، د وړتياوو لوړول او د كورنيو لاسي او تخنيكي ښوونيزو پروگرامونو پر مخ بېول.
  • د افغانانو په خپله خوښه، او کرار کرار بېرته را گرځېدو د بهير د دوام او د ملگرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ، د كډوالۍ نړيوال سازمان، د بهرنيو چارو وزارت، سفارتخانو او اتشو په گډه مرسته، په ايران او پاكستان كې د كډوالو حقوقي ملاتړ او د هغوى ستونزې هوارول.

د دغه وزارت ستراتېژيكې برنامې:

  • د كورنيو بې ځايه شويو د بې كورۍ د ستونزو حلول.
  • د زياتو زيانمنو شوو كورنيو د اوسېدلو د كورنو د بيا رغونې لپاره د ګډو مرستو راګرځول.
  • د كډوالو، بېرته راستنېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو لپاره د كارموندنې ، لاسي او تخنيكي ښوونو برابرول.
  • له ملي او نړيوالو پلي کيدونکو قوانينو سره سم، د كډوالو د حقوقي غوښتنو حلول.
  • د وزارت د ننه، د بېرته راگرځېدونكو او كورنيو بېځايه شويو هېوادوالو د وړتياوو لوړول.
  • په ايران، پاكستان او نورو هېوادونو او د هېواد د ننه كډوالو او بېرته راگرځېدونكو په منځ كې د په کسب او کار پوهه کسانو په نښه کول اود اوسېدو په سيمو كې د هغوى پر كار گومارل.
  • د طبيعي پېښو د رامنځ ته كېدو په وخت كې د بېرته را گرځېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو د زيانونو د كمولو لپاره د اړينو تدبيرونو نيول.
  • د دولتي ادارو او نړيوالو سازمانونو لكه WFP-ILO-IOM-UNHCR - NRC-UNDP  سره د مرستې او همغږۍ وده او پراختيا.
  • د افغانستان، كوربه هېوادونو او د ملگرو ملتونو نړيوال سازمان د عالي كمېشنرۍ د درې اړخيزو پرېكړه ليكونو په تاييد، د كډوالو په خپله خوښه، مصوون، عزتمند، کرار کرار او جذب وړ راستنیدو لپاره لاره برابرول.
  • له ۵۷ ښارگوټو څخه ۱۰۰ ښارگوټو ته د كډوالو د ښارگوټو زياتول او د استوگنې د نومرو شمېر هم له ۳۰۰۰۰۰ څخه ۵۰۰۰۰۰ ته لوړول.
  • د ښارگوټو د بنسټيزو اړتياوو، لكه: سړك، اوبو، روغتون، ښوونځي، پل او نورو ټولنيزو اړتياوو او خدمتونو تامينول.
  • د كډوالو د اوسېدو په سيمو كې د كډوالو او بې سرپنا بېځايه شويو لپاره د سرپناه برابرول.
  • د مهارت لرونكو او پوهه لرونکو راستندونکو لپاره د كارموندنې اسانتيا برابرول
  • بې ځايه شويو او راستنېدونکو ته د اوسېدو په سيمو كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو په مرسته كار او كسب ته د لاسرسۍ په موخه د لاسي او تخنيكي زده كړو لاره برابرول.
  • د اوسېدو په سيمو كې د ۱۲۰۰۰۰ كورنيو بېځايه شويو بیرته ځای پرځای کیدل.
  • د ملي او نړيوالو بنسټونو په مرسته بېرته را گرځېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو د حقوقي غوښتنو حلول.

پورتنيو پايلو ته د لاسرسي لپاره دغه وزارت د اړوندې ستراتېژۍ پلي كېدل په لاندې عناصرو پورې تړلي بولي:

  • په پام كې نيول شويو سيمو كې د طرحې او پلان جوړولو، څارنې او اغېزمنې ادارې لپاره اړينه وړتيا او انساني سرچينو لرل.
  • د مرستندويو بنسټونو او نړيوالو ټولنو له سرچينو او وړتياوو څخه د اغېزمنې گټې اخيستنې وړتيا لرل.
  • په پام كې نيول شويو پروگرامونو په پلي كېدو كې د اړوندې سيمې د خلكو په ملاتړ د ونډې لوړول.
  • په مركز او ولايتونو كې د ادارو ترمنځ د كاري همغږۍ رامنځته کول.
  • په ملي او نړيوالو برخو كې د مرسته کوونکو هېوادونو د مالي او تخنيكي مرستو راټولو او راګرځول.

د امریکایي یرغل وروسته د جوړې شوې لنډ مهالې ادارې د ۱۳۸۱/۳/۱۳ نېټې ۲۹۷ گڼې فرمان له مخې د كډوالو په خپله خوښه، مصوون، عزتمنده، کرار کراره او جذب وړ توګه راستنېدو بهير ته لاره چاره برابرول.

  • د IOM او نورو بنسټونو په مرسته د كورنيو بې ځايه شويو ځاى پر ځاى كول.
  • د راستنېدونكو لپاره د ۶۲ ښارگوټو جوړول او د كډوالو او كورنيو بېځايه شويو لپاره د استوگنې د نمرو وېشل. (په مركز او ولايتونو كې د جمهوري رياست د ۱۳۸۴/۹/۱۵ نېټې د ۱۰۴ گڼې فرمان له مخې.)
  • ډېرو زيانمنو شويو مهاجرینو ته د سرپناه جوړول.
  • د اړوندو مراجعو له خوا د كډوالو د بېلابېلو حقوقي مسايلو څېړل.
  • د تحصيل كولو لپاره اړوندو وزارتونو ته د هغوى معرفي كول.
  • د كوربه هېوادونو او كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو له كمېشنرۍ سره د دوه اړخيزو او درې اړخيزو پرېكړو لاسليكول.

د اصلاحاتو او ريفورم په برخه كې:

    د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت او د اصلاحاتو د كمېسيون ترمنځ د ۱۳۸۷ كال د غبرگولي د مياشتې له پرېكړه ليك وروسته د اصلاحاتو د دويم پړاو پر اساس لومړى د بشري منابعو رياست اصلاحات په ۱۳۸۸ كال كې ترسره شول. ورپسې د ۱۳۹۰ كال له پرېكړه ليك وروسته په ۱۳۹۱کال كې دغه وزارت په نوي سيسټم سره د رتبو او معاشونو پروسه پيل كړه او د ۱۰۰۰ تنو لپاره بستونه منظور شول او د بستونو لپاره د دندو لايحې تنظيم شوې او د هر بست لپاره ځانگړۍ كود په پام كې ونيول شو.

    په دغو دريو كلونو كې د وړتيا پر بنسټ دغه عمليه ترسره شوه، چې په پايله كې تر اوسه د دغه وزارت ۲۱۷ تنه د ظرفيت لوړلوتر پوښښ لاندې راغلي دي.

          البته د پورتنيو عناصرو په مرسته كولى شو د دغه وزارت د ستراتېژۍ په پلي كېدو كې اغېزناك گامونه پورته كړو؛ ځكه د يادو ظرفيتونو په شتون كې دغه وزارت كولى شي د اړوندو برنامو په پلي كېدو كې پوره اسانتياوې لاس ته راوړي او همداشان كورنيو ته د اړينو، فني، پوهه ايزو او ټولنيزو معلوماتو وركولو له لارې كولى شي د ښارگوټو د اوسېدونكو له لارې، د اوسېدو سيمو ته پراختيا وركړي. بازار او ماركېټونه جوړ او د سيمو په پاكوالي او ابادۍ كې مرسته وكړي، چې دغه گډ كار په سيمو كې د فساد او ناامنۍ مخه نيسي. د سيمې خلك پر ځان بسيا كوي او د هغوى دايمي ژوند تضمينوي او همداشان د فقر، لوږې او بېكارۍ د له منځه وړلو لاره پرانېزي او همدارنګه ښځو او نارينه وو ته د کار کولو او لاسي زده كړو لاره هواريږي، د نورو چوپړتياوو په چمتو كولو لكه ښوونځي او روغتون، د ملي او نړيوالو بنسټونو مرستې راګرځول کيږي ، د چاپېريال ستونزې له منځه ځي او د كار له لارې د خلكو عوايد لوړېږي

                 
          شمېره د مسول نوم د خدمت کلونه د ادارې نوم
          ۱ جنرال محفوظ

          1365

          د کمېټې مسول

          ۲

          محمد حسن شرق

          1366 ـ 1367

          د راستنېدونکو او مهاجرینو ادارې مسول

          ۳ داکتر جلال 1367 د راستنېدونکو او مهاجرینو ادارې مسول
          ۴ عبدالغفار فراهی 1367 //
          ۵ سید اکرام پیگیر 1367 _ 1369 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر
          ۶ فتح محمد ترین 1369 _ 1371 //
          ۷ محمد انور جکدلک 1371 د ۶ میاشتو لپاره //
          ۸ رحمت الله واحد یار 1371 //
          ۹ فاروق اعظم 1372 //
          ۱۰ محمد اشرف ایمانی 1372 د ۶ میاشتو لپاره //
          ۱۱ میرا جان سهیقی 1372 _ تر 1375 //
          ۱۲ مولوی عبدالستار 1375 د ۴ میاشتو پورې //
          ۱۳ مولوی عبدالرقیب 1375

          شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره یو ځای

          ۱۴ څارنپوه عنایت الله نظری 1380_ 1383 ذ مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر
          ۱۵ دوکتور محمد اعظم دادفر 1383 _ 1385 //
          ۱۶ استاد محمد اکبر اکبر 1385 _ 1386 //
          ۱۷ شیر محمد اعتباری 1386 //
          ۱۸ عبدالکریم برهاوی 1386 _ 1388 //
          ۱۹ انجنیر عبدالرحیم 1388 _ 1389 //
          ۲۰ داکتر جماهیر انوری 1389 _ 1393 //
          ۲۱ الحاج فضل احمد عظیمی 1393 دوه میاشتي او ۲ ورځي //
          ۲۲ سید حسین عالمی بلخی 1393 _ 9 وږی 1399 //
          ۲۳ نور الرحمن اخلاقی 10وږی 1399تر 24 زمری1400 //
          ۲۴ الحاج خلیل الرحمن حقانی 16 وږی 1400 تر اوسه //