بلخ کې پر ۳۰۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

په بلخ ولایت کې له ۳۰۰ جبري راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رئيس مولوي اسدالله وفا په وينا، دغه مرسته د بلخ د والي له لارښوونې سره سم د هغوکورنيو لپاره ځانګړې شوې وه، چې په دې وروستيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنې شوې دي یادو کورنیو ته د دوه ډوله خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.