د دعوت او ارشاد ریاست فعالیتونه
د دعوت او ارشاد ریاست
د دعوت او ارشاد ریاست د وزارت له مهمو ریاستونو څخه دی، چې د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د اسلامي اخلاقو د پیاوړتیا، د خدمت کولو فرهنګ د ودې او د کارکوونکو او مراجعینو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه فعالیت کوي. دغه ریاست د روزنیزو پروګرامونو، علمي او ارشادي غونډو، دیني محفلونو، شرعي مشورو او فرهنګي پروګرامونو د تنظیم او پلي کولو له لارې هڅه کوي، چې په کاري چاپېریال کې اسلامي اصول او ارزښتونه لا پیاوړي کړي.
د دعوت او ارشاد ریاست مهم فعالیتونه
د کارکوونکو لپاره د دعوتي او ارشادي پروګرامونو جوړول.
د دیني محفلونو او اسلامي مناسبتونو تنظیم او ترسره کول.
په اداري چارو کې د شرعي مشورو وړاندې کول.
د ورورولۍ، یووالي، امانتدارۍ او مسوولیت پالنې د فرهنګ ترویج.
د دیني، اخلاقي او فرهنګي پیغامونو چمتو کول او خپرول.
په اداري چاپېریال کې د اسلامي ارزښتونو د مراعات څارنه
د پوهاوي او فرهنګي پروګرامونو په پلي کولو کې له نورو ریاستونو سره همکاري.
د اسلامي اخلاقو او شرعي احکامو په اړه د سیمینارونو او روزنیزو غونډو جوړول
| راه های رسیدن به الله ج و دوری از مصیبت | Download |
| محاسبه نفس ، اساس اصلاح فرد و موفقیت در انجام وظیفه | Download |
| برکت تقوا در زندگی فردی و اداری | Download |
| ارزش خدمت صادقانه به مراجعین از دید گاه اسلام، مسوولیت شرعی و اخلاقی کارمندان درخدمت رسانی | Download |