په بلخ کې، د استقرار او بیا مېشتیدنې کمیټې ناسته ترسره شوه

د روان لمریز کال د اسد میاشتې په اتمه، د بلخ ولایت د مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، په مشرۍ، د اړوندو ولایتي ادارو او د مؤسسو د استازو په ګډون، د راستنېدونکو او بېځایه شویو د بیا مېشتیدنې په تړاو ١١مه ناسته وشوه، چې پکې د راستنو شویو مهاجرینو او داخلي بېځایه شویو د وضعیت ارزونه او په دوبي کې د دوې ستونزو ته په رسیدنه ټینګار وشو.
په دې ناسته کې د راستنېدنې پروسې، بیا میشتېدنې، حمایوي پروګرامونو، او د دوبي لپاره د لومړنیو آسانتیاوو برابرولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د بلخ ولایت مرستیال والي ټینګار وکړ چې د راستنېدونکو او بېځایه شویو وضعیت ته دې په دوبي کې جدي پاملرنه وشي او ویې ویل: دغه کسان پراخې مرستې ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي خپل عادي ژوند پیل کړي.
نوموړي له ټولو ادارو او مؤسسو وغوښتل چې په خپلو کې همغږي زیاته کړي، او د راستنېدونکو د استوګنې او ادغام لپاره مؤثر پروګرامونه جوړ او پلی کړي.
د بلخ د کډوالو چارو رئیس، مولوی اسدالله وفا د مهاجرینو د ملاتړ په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو یادونه وکړه او ویې ویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ، په ټول هېواد کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش لومړني اقدامات پیل شوي دي، چې په بلخ کې هم ددې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه او د ښارګوټو چارې د پرمختګ په حال کې دي.
د کډوالو چارو رئیس همداراز له فعالو مؤسسو او بنسټونو وغوښتل چې د تعلیم، روغتیا، پاکو اوبو او پراختیايي پروژو په برخو کې د کډوالو چارو ریاست سره همکاري وکړي.
د ناستې ګډونوالو د ولایتي ادارو او مؤسساتو ترمنځ په همغږۍ او د مهاجرینو په لومړیتوبونو ټینګار وکړ.