په سر پل ولایت کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

د چنګاښ میاشتې په ۹ مه نیټه په سرپل ولایت کې د ګاونډیو هیوادونو څخه راستنو شویو ۶۳۵ کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې پخوا د کډوالو امریت له لوري په دغه ولایت کې اړمنې پېژندل شوې وې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له لوري هرې کورنۍ ته ۲ قلمه خوراکي توکي ورکړل شوه.