د کډوالو اتشې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د مهاجرینو د راټولوونې له مرکز څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۱۱ مه نیټه د پاکستان په اسلام‌آباد ښار کې د افغان کډوالو اتشې او ور سره مل پلاوي او په پاکستان کې د افغانستان سفارت په همکارۍ د افغان مهاجرینو د شکایتونو په پام کې نیولو او د ستونزو د حل په موخه د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ د مهاجرینو د راټولوونې له مرکز څخه لیدنه وکړه.
د کډوالو اتشې آصف خان ځدران د دې مرکز له مسوولینو سره خبرې وکړې او د افغان مهاجرینو د ستونزو د سمدستي حل غوښتنه یې وکړه.
نوموړي له هغو مهاجرینو سره هم خبرې وکړې، چې د سرحدي اخراج لپاره په دې مرکز کې راټول شوي وو. د هغوی غوښتنې یې واورېدې، اړینې لارښوونې یې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د مهاجرینو د باعزته او تدریجي راستنېدو پروسې څارنه د ګډ کاري کمېټې په لومړیتوبونو کې ده.
هغه د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه د لویو لارو په اوږدو کې د کمېټې د اړیکو شمېرې هم له هغوی سره شریکې کړې. د کډوالو اتشې د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ له لوړپوړو مسوولینو سره هم لیدنه وکړه، د ستونزو په اړه یې بحث وکړ او د حل غوښتنه یې وکړه.
د اټک ولسوالۍ امنیتي مسوولینو ډاډ ورکړ، چې دوی به هیڅ یوه کارکوونکي ته اجازه ور نه کړي، چې له مهاجرینو سره ناسم چلند وکړي او هغه مسوولین، چې د مهاجرینو په آزار او اذیت کې ښکېل وي، مجازات به شي.
یاد پلاوي خپل راپور د افغانستان له سفارت سره شریک کړ او مهم ټکي یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته واستول، ترڅو د پاکستان د امنیتي ادارو د ځینو کړنو د اصلاح او مخنیوي په اړه بیا کتنه وشي او د مهاجرینو د باعزته او تدریجي راستنېدو لپاره په خوندي ډول د تطبیق زمینه برابره شي.