بغلان کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه د زرګونو جریبه ځمکې د لېږد پروسه پیل شوه

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په لومړۍ نیټه د بغلان ولایت د کډوالو ریاست د راپور له مخې د بغلان مرکزي ولسوالۍ د مصلحت تپې په سیمه کې د راستنېدونکو د سولې ښارګوټي لپاره د ۸۰۰۰ جریبه ځمکې د لېږد پروسه د کډوالو رییس او د اراضي امر په شتون کې پیل شوه.
یو ټاکل شوی پلاوی، چې د ولایت مقام، مستوفیت، ښار جوړولو او کور جوړولو، کډوالو، انرژۍ او اوبو، اطلاعاتو او فرهنګ، چاپېریال ساتنې او کانونو ادارو استازو څخه جوړ دی، د امیرالمؤمنین د حکم د پلي کولو لپاره د سولې ښارګوټي ته واستول شو. دغه حکم د ۹ ولایتونو په ۱۳ ښارګوټو کې د امارتي ځمکې د لېږد په اړه دی.
د یادونې وړ ده، چې د یاد حکم له مخې، د خواجه الوان په دښته کې د اتحاد ښارګوټي لپاره ۵۰۰۰ جریبه او د مصلحت تپې په سیمه کې د راستنېدونکو د سولې ښارګوټي لپاره ۳۰۰۰ جریبه ځمکه باید د کرنې وزارت څخه د کډوالو وزارت ته ولېږدول شي. د راتلونکو ورځو په ترڅ کې به دا پروسه د اصولو او کړنلارې سره سم دوام وکړي.