په لغمان ولایت له ۸ راستنېدونکو کورنیو سره روغتیايي مرستې وشوې

sadam_morr
_
د وري میاشتې په ۳۰مه نیټه د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په مشرۍ د لنډ مهالي میشتېدنې کمیټې له لوري ۸ راستنېدونکو کورنیو ته د روغتیا ساتنې اړوند کڅوړې ووېشل شوې. دغه کورنۍ، چې په خپلو مېنو او نورو ځایونو کې د استوګنې ځای نه لري، په لنډمهالي میشت غالي کې ددوی د استوګنې ټول امکانات ورته مهیا شول.
د یادې کمېټې له لوري په لغمان ولایت په لنډمهالي میشت غالي د ټولو راستنېدونکو لپاره درې وخته خواړه، د څښلو اوبه او نورې لومړنۍ اړتیاوې هم ورته برابریږي.