په کندز ولايت کې ۶ کورنيو ته خيمې ووېشل شوې

د وري میاشتې په ۲۸ مه نیټه په کندز ولايت کې شپږو جبري راستنو شويو کورنيو خيمې ووېشل شوې.
يادې کورنۍ، چې تازه له پاکستانه راستنې شوې دي، د دشت آبدان سيمې په خلاصه فضا کې یې ژوند کاوه. د کندز ولايت د مهاجرينو رياست د غوښتنې او د دغه ولايت د والي د لارښوونې پر بنسټ د هغوی د لومړنيو اړتياوو د سمدستي حل لپاره هرې کورنۍ ته د سرې مياشتې ادارې له لوري يوه خيمه ورکړل شوه او دوی له خلاصې فضا څخه لنډمهالي سرپناه (خيمې) ته ولېږدول شول.
همدارنګه، د يوې همکارې موسسې يو روغتيايي سيار ټيم د روغتيا رياست په همغږۍ سيمې ته ولېږل شو او د راستنېدونکو روغتيايي حالت يې وارزاوه او د روغتيايي خدمتونو په برخه کې ورته رسيدنه وشوه.