په بلخ ولایت کې د مهاجرینو سره د مرستې لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

sadam_morr
-
د وري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د بلخ ولایت د مرستیال والي په مشرۍ د کورنیو او بهرنیو بنسټونو استازو او یو شمېر اړوند دولتي چارواکو ترمنځ د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو مهاجرینو سره د مرستې لپاره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د مهاجرینو ستونزو ته د اړوند بنسټونو د رسیدنې، اسانتیاوو، کارموندنې، سرپناه جوړولو او یو شمېر بنسټیزو مسایلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د بلخ مرستیال والي مولوی نورالهادي ابو ادریس د بنسټونو له فعالیتونو ستاینه وکړه او د مهاجرینو جبري ایستل یې غیرقانوني عمل وباله او زیاته یې کړه: موږ ټول باید په همغږۍ سره بشپړ او بې له ځنډه چمتووالی ولرو.
هغه له ټولو بنسټونو وغوښتل، چې افغان مهاجرینو ته بشري مرستې ورسوي او د هغوی بنسټیزې ستونزې حل کړي، ځکه په اسلامي نظام کې د ټولو حقوق او امتیازات په مساوي ډول ورکړل شوي دي.
د بلخ د کډوالو رییس مولوی اسدالله وفا وویل: له ایران او پاکستان څخه د مهاجرینو جبري ایستل لا هم دوام لري او ټول بنسټونه باید د تېر کال په څېر د خپلو ایماني او وجداني ژمنو د ترسره کولو لپاره هڅه وکړي.
ښاغلي وفا زیاته کړه، چې اوس مهال بشپړ امنیت ټینګ دی او له همدې امله بنسټونه باید په داسې شرایطو کې هغوی ته خدمات وړاندې کړي. په پای کې د غونډې ګډونوالو هم خبرې وکړې او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.