په دایکندي ولایت کې د همکارو موسساتو سره غونډه وشوه
د وري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د دایکندي ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو آمریت په دې ولایت کې د موسساتو له مسوولینو سره غونډه وکړه.
د دایکندي ولایت د کډوالو امر د مرستو په سروې او وېش کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې موسسې به ریښتیني اړمن کسان وپېژني او مرستې باید ډېرو اړمنو کورنیو ته ورسوي.
په غونډه کې د غیرامارتي موسسو له لوري د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو کسانو ستونزو ته د رسیدنې او په دایکندي کې د مرستو په عادلانه وېش خبرې وشوې.
د موسساتو استازو زیاته کړه، چې د کډوالو لپاره بنسټیز کارونه، لکه سرپناه او حرفوي زده کړو په برخه کې به موږ زیاته همکاري وکړو، ترڅو خلک په راتلونکي کې د کار او سوکاله ژوند خاوندان شي.