۲۸ تنه افغان مهاجرین د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

sadam_morr

پرون یکشنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د حمل میاشتې په ٢٣ مه ٢٨ تنه افغان مهاجرین چې په پاکستان کې بندیان وو، له بنده خلاص او هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمرېت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او تر پينځه ورځو پورې بنديان پاتې شوي وو.
دغه کسان د ثبت، او بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال کړل شول.