د ارزګان په ولایت کې د دایمي بیا میشتیدنې کمیټې غونډه وشوه.

sadam_morr

د وري میاشتې په ۲۱ مه نیټه په ارزګان ولایت کې د دایمي بیا میشتیدنې کمیټې غونډه د اړوندو همکارو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په پیل کې  د کور او ښار جوړولو رییس ملا روح الله ابو احمد خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه، چې کډوال باید اړوند فورمې ډکې کړي. همدا راز ګډنوالو د کډوالۍ د اسنادو د ثبت او نورو مسلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دیادونې وړ ده، چې د کډوالو لپاره د ځمکې د سروې لومړۍ پروسه څه موده وړاندې پیل شوې، چې د ارزوګان د کډوالو امریت او ټاکل شوې کمیټې استازي هره ورځ  د یادې سیمې څخه  لیدنه او څارنه کوي، چې په نږدې را تلونکي کې به بشپړه شي.