د ننګرهارولایت د کډوالو رییس د مهاجرینو د وضعیت د ارزونې په موخه تورخم ته سفر وکړ

د ننګرهار د کډوالو او راستنیدونکو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن د وری میاشتې په ۱۹ مه نیټه د تورخم څخه لیدنه وکړه، ترڅو د راستنیدونکو کډوالو وروستي وضعیت وارزوي.
نوموړي په خپل سفر کې د انډمهالي میشت غالي او د ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو چارې له نږدې وڅارلې.
ښاغلي رییس کارکوونکو ته د راستنېدونکو لپاره په ځانګړې پاملرنې ټینګار وکړ او په چارو کې د ځنډ د مخنوي لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.
هغه دا هم زیاته کړه چې ټولو راستنیدونکو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د مرستې د ترلاسه کولو وروسته به خپلو سیمو ته ولیږدول شي.