کابل ښار کې څه باندې دوه زره کورنيو ته مرسته ووېشل شوه
دکابل ښار په ۷ او ۱۵ ناحیو کې له ۲ زره ۷۹۹ کورنیو سره وړمه ورځ د کابل د مهاجرينو رياست په هلو ځلو او د مهاجرینو چارو وزارت د همکار بنسټ په مالي همکارۍد ٢ زره ٩٠٠ افغانيو او د خوارځواکۍ د یوې کڅوړې مرسته وشوه