کابل کې تر درې زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
په کابل ښار کې ۳ زره او ۳۶۸ اړمنو کورنیو سره د سلواغې له ۲۳ تر ۲۹ نېټې د خوارځواکۍ کڅوړو او نغدي مرستې وشوې.
هرې کورنۍ د وزارت د همکارې موسسې له لوري ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه ورکړل شوه.