د پاکستان له بندخونو ۱۶ افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr
-
د پاکستان له بندخونو ۱۶ افغان بندیان ازاد او د مرغومي پر پنځه ویشتمه نېټه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې له ۲ تر ۱۶ ورځو بندیان وو او هېواد ته په راستنېدو سره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم وشوې.