په غزني ولایت کې ۲۱ کورنیو نغدي مرسته تر لاسه کړه

د مرغومي/ جدیې په ۱۴مه غزني ولایت کې ۲۱ بېځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته وېشل شوې.
دا مرسته په دوو برخو کې ۲۴ زره او ۵۰۰ او ۱۳ زره افغانۍ وې، چې د یاد ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د اړمنو کورنیو له پېژندلو وروسته د دغه وزارت د همکار بنسټ له لوري وېشل شوې دي.