تېرو دریو مياشتو کې د هېواد په ولايتونو کې څه باندې ٢٠ زرو کورنيو سره مرسته شوې ده
د روان کال په تېرو دریو میاشتو تلې، لړم او لېندۍ کې د ننګرهار، تخار، سرپل، فاریاب، غور، پکتیکا، ارزګان، بلخ، کندوز، میدان وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، فراه، غزني، سمنګان، لغمان، بادغیس، بدخشان، پروان، کاپیسا، پکتیا، هلمند، خوست، دایکندي، کونړ، نورستان او نيمروز کې ۲۳ زره او ۵۴۲ بېځایه شویو، راستنو شویو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو، بې وزلو، معیوبو، اړمنو او مستحقو کورنیو سره مرستې شوې دي، چې په مرستو کې خوراکي، نغدي او روغتیایي کڅوړې، جامې، خيمې، د اوبو ټانکرونه، ودانیز او د پخلنځي وسايل او د شیدو وزې شاملې وې.
همدا راز په دې دریو میاشتو کې ولایتي مسولانو د کاري موخو د ښه تطبیق او له بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د وزارت د همکارو بنسټونو له استازو سره ناستې کړې دي.
د سلګونو بېځایه شویو او راستنو شویو لپاره ښوونیز سیمینارونه، د پوهاوي پروګرامونه او حرفوي زده کړې برابرې شوې، چې د دغو پروګرامو برخه والو له فراغت وروسته وکولی شول، چې د وړو کاروبارونو په رامنځته کولو سره خپل کورنی اقتصاد مثبت لوري ته بوځي.
د وزارت د جګپوړو چارواکو په شتون کې په بېلابېلو برخو کې د عامه ګټو پروژې پيل شوې، روغتيايي او ښوونيز مرکزونه پرانیستل شول، د مهاجرينو د استوګنځايونو سروې او توپوګرافي وشوې او د مهاجرينو لپاره د ځمکو وېش لپاره د ولايتي کميټو ناستې هم ترسره شوې دي.
لسګونه افغانان چې په ګاونډيو هېوادونو کې بنديان وو، بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او له لومړنيو او بشري مرستو څخه برخمن شوي او سربېره پر دې د نورو مرستو په موخه نړيوالو موسسو ته ور وپېژندل شوي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هوډ لري او هڅه کوي چې په هېواد کې راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو ته اړینې اسانتیاوې او مرستې برابرې کړي.