بغلان کې د دوو پروژو چارې پیل شوې

په بغلان ولايت کې د يوې څاه کيندلو او د يوه فرعي پل دواړو پروژو د جوړولو چارې د مرغومي پر نهمه پرانېستل شوې.
د بغلان د مهاجرینو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د تیموریان په کلي کې د مهاجرینو چارو رییس محمد ابراهیم عمري او د همکارې موسسې د استازي په شتون کې په پاخه ډول د يوه فرعي پل او د سل مترو په ژوروالي د يوې څاه کيندلو او ورسره د شپږو مترو په لوړوالي د پنځه زره ليټرو ذخيرې، سولري سیستم او ځانګړو شیردانونو په نصبولو سره چارې پيل شوې.
پورتنۍ دواړه پروژې به د لسو زرو امریکایي ډالرو په ارزښت په یوه میاشت کې په بغلان کې د یوې همکارې موسسې و د سیمې د خلکو په همکارۍ د بغلان د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ او څارنې سره د راستنېدونکو د لوړې کچې په سیمو کې پلي شي او د سلګونو کورنیو ستونزه به ورسره حل شي.